په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه پای ته رسېدلې ده

0
104

په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه پای ته رسېدلې ده

د غونډې ګډونوالو دغه راز ویلي چې دوی به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي خو ددغه هېواد په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د افغانستان د امنیت تامین به افغانانو ته پرېږدي.

 

(2022 / 5 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه پای ته رسېدلې ده.

د دغه غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی به په افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه کوي او ټولو اړخونو ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم دی.

د غونډې ګډونوالو دغه راز ویلي چې دوی به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي خو ددغه هېواد په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د افغانستان د امنیت تامین به افغانانو ته پرېږدي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې وکړی شي دلته روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د غونډې ګډونوالو په دې هم ټینګار کړی چې له نورو په تېره د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په جوړولو کې هم همکاري کوي.

دغه غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران چین او نورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و.

Leave a reply