اسټبلشمنټ سره مې کومه معامله یا جوړجاړې نه دې شوې : عمران خان

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې په مونږ باندې وارداتي حکومت مسلط شوے دے۔

پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال عمران خان وویل چې مونږ ته د سوله ییزو مظاهرو اجازه هم نه ده راکړل شوې ، د شپې په تیاره کې د خلقو پر کورونو بریدونه کېږي.

عمران خان وویل چې دا ویل کیږي چې مونږ د ګډوډي کولو لپاره اسلام آباد ته ځو، هغه اوویل چې ایا څوک خپل ماشومان او ښځینه سره د ګډوډې لپاره ځي؟ خان اوویل چې قوم قسم ظلم چې وکړې شو نو دا د یزید منوونکي دي.
هغه وويل که ما سره د خپلو خلقو غم او پروا نه واى او ناست واى، نو ډېرې وينې به بهیدلې وې، ، نفرت به زيات شوى واى، عمران خان اوویل چې دا پوليس هم زمونږ دي، نو دې لپاره مو د خپل هېواد په خاطر مو پرېکړه وکړ.

هغه زیاته کړه چې هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې زما له اسټبلشمنټ سره کومه معامله یا جوړجاړې شوې دې، ، هیڅوک دې دا زمونږ کمزوري ونه ګڼي، زه حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکوم، که ټاکنې اعلان نه شي نو مونږ به له پوره چمتوالي سره بیا اسلام آباد ته راځم، خان وایی چې دا ځکه چې دا ځل مونږ چمتو نه یو او بل ځل به پوره تیارۍ سره اسلام اباد ته راځم.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې حکومت څه کړي دي ټول ملت ته معلومه ده چې څوک د دې قوم د حقيقي ازادۍ لپاره ولاړ دي او څوک غواړي چې ملي ادارې په خپل منځ کې سره و جنګوي.

عمران خان اوویل چې آيا احتجاج کول زمونږ جمهوري حق نه دی؟ خان اوویل چې مونږ چيف جسټس ته يو خط ليکلی چې پوښتنه مو کړې ده چې آيا مونږ په جمهوريت کې د احتجاج حق لرو که نه. هغه اوویل که مونږ ته د احتجاج حق نه راکړل کیږي نو بیا څه آپشن پاتې دی، خان اوویل چې په شپږو ورځو کې به معلومه شي چې سپريم کورټ زمونږ د حقونو تحفظ کوي او که نه؟ عمران خان اوویل چې مونږ ته د عدالت له لوري تحفظ پکار دی کوم چې زمونږ حق دی.

Leave a reply