د سینیټ په ننې غونډه کښې مهم بل منظور کړې شو

0
219

باغی ټي وي رپورټ
سېنېټ د نېب او اليکشن ايكټ ترميمي بل په متفقه توګه منظور كړو۔

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ غونډه وشوه چې پکښي د قانون وفاقي وزير نذير تارڑ د نېب ترميمي بل او مرتضیٰ جاوېد عباسي د اليکشن ايكټ ترميمي بل وړاندې كړو كوم چې ايوان په متفقه توګه منظور كړو۔
د سېنېټ چيئرمېن پوښتنه وكړه چې ايا انتخابي ترميمي بل دې كمېټۍ ته وسپارل شي او يا دې اوس پاس كړې شي؟ په دې اړه اعظم نذیر اوویل چې دا هغه بل دی چې د سېنېټ کمېټۍ منظور کړی دی او د بهر مېشتو پاکستانیانو د ووټ حق نه دی اخیستل شوی.

اعظم نذیر وویل چې الیکشن کمیشن دې یقیني کړي چې د بهر میشتو پاکستانیانو ووټونه واچول شي.په سېنېټ كښې د دواړو بلونو د منظورۍ په مهال د پي ټي آئي غړو سخت مخالفت وكړ او چيئرمېن د سېنېټ په ډېس كښې راغلو او د ایمپورټډ حكومت نامنظور نعرې يې اووهلې.

په دي موقع د پي ټي آئي شهزاد وسيم اوويل چي مونږ به هيچا ته دا اجازت نه ورکوو چي د بهر ملکونو پاکستانيانو د ووټ حق ختم کړي او مونږ به په اي وي ايم باندي هيڅ قسمه جوړجاړې و نه کړو۔

په دې اړه اعظم نذیر اوویل چې شبلي فراز او اعظم سواتي په هغه کمېټۍ کې وو چې بل پاس شو.

Leave a reply