یو ډالر ۲۰۰ روپو ته راټیټ شو

0
550

باغي ټي وي رپورټ
په انټربینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت کم شوی دی.

حکومت د ائي ايم ايف په شرطونو د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې تر 30 روپو في ليټره پورې زياتوالى راوستى چې له هغې وروستو په انټر بينک مارکيټ کې د ډالر ارزښت کميږي.

ډالر د پنجشنبې په ورځ د سوداګرۍ په جریان کې بدلون ته دوام ورکړ او د سوداګرۍ په پای کې په 202 روپۍ او یوه پیسه باندې بند شو.

د جمعې په ورځ د سوداګرۍ په پیل کې، ډالر په انټربینک فارن ایکسچینج کې د 2 روپیو کمي سره 200 روپۍ ته راټیټ شو.

Leave a reply