وزیراعظم شهباز شریف نن قوم ته وینا کوي

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به نن قوم ته خپله وینا کوی، دا وینا په داسې وخت کښې کوي چې د نن څخه حکومت د تیلو په فی لیټر قیمت کښې د ۳۰ روپو زیاتوالي اعلان کړې دې.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم به په خپله وينا کې د ملک په سخت اقتصادي صورتحال باور کې اخلي او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي په حقايقو به هم خبرې کوي.
سرچينې وائي وزيراعظم شهباز شريف به ملت ته دراتلونکي عمل په اړه بريفنګ ورکوي اؤ دامريکا امدادي پيکج اعلان به هم کوي.
ياده دي وي چي حکومت د آئي ايم ايف پروګرام بحالولو لپاره د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کښي تر ديرش روپو پوري اضافه کړي ده۔
بیګا د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په بیان کښې ویلي وو چې د عمران خان حکومت آیی ایم ایف سره پریکړه کړې وه چې د تیلو قیمتونه به ۳۰ روپۍ فی لیټر زیاتوی او مونږ هم د پاکستان نن سبا اقتصادي ستونزې په نظر کښې د نیولو لپاره هم د تیلو په فی لیټر کښې ۳۰ روپو زیاتوالۍ اعلان کړې دې.






