د م،م ځانګړي رپورټر د افغانستات اقتصادي او بشري وضعت اندېښمنوونکی ګڼلی دی
د م،م ځانګړي رپورټر د افغانستات اقتصادي او بشري وضعت اندېښمنوونکی ګڼلی دی
ریچارډ بېنېټ وویل که چیرې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي، داسې یو ټولګډونه حکومت جوړ شي چې ټول پکې ځانونه وګوري او د نارضایتیو لپاره یوه د حل لاره وموندل شي دا به وکولای شي چې د افغانستان د بې ثباتي د خطرونو مخه ونیسي.
(2022 / 5 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یوشان کړي.
ریچارډ بېنېټ د غويي په ۲۵مه د بشري حقونو څېړنې په موخه افغانستان ته راغلی دی. نوموړي تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته اندېښمن دی او د افغانستان سرپرست حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یوشان کړي.
ده وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او سرپرست حکومت باید ورته رسېدګي کړي.
نوموړي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولګیو بندول، ښځو ته په سیاسي برخه کې د ونډې نه ورکول، د بیان پر ازادي محدودیتونه او د ښځو حجاب په اړه بیلابیل فرمانونه هغه څه دي چې موخه یې په ټولنه کې په یوه ډول د ښځو د ونډې له پامه غورځول دي.