ا.ا د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره اتۀ کسیزه کمېټه جوړه کړه 

0
227

ا.ا د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره اتۀ کسیزه کمېټه جوړه کړه 

ده زیاته کړې، دا اته کسیزه کمېټه، چې دیني عالمان پکې شامل دي، له شپږم ټولګې پورته نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې یو لړ کارونه کړي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې دا ستونزه حل شي.

 

(2022 / 5 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا سرپرست حکومت وايي، یوه اته کسیزه کمېټه یې جوړه کړې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لار هواره کړي.

د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، چې د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني به د دې کمېټې مشري په غاړه لري.

ده زیاته کړې، دا اته کسیزه کمېټه، چې دیني عالمان پکې شامل دي، له شپږم ټولګې پورته نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې یو لړ کارونه کړي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې دا ستونزه حل شي.

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه واک ته د ا.ا رسېدو وروسته د نجونو ښوونځي بند دي.  د ا.ا دا اقدام په کور د ننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

Leave a reply