د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی دی

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی دی
په خبرپاڼه کې د افغانستان – ایران د پانګونې ګډې خونې د رهبري پلاوي یو بل غړي محمد حنیف مسعودي ویلي چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ همغږي ډېره شي.
(2022 / 5 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په دې اړه پرون د خونې په مرکزی دفتر کې يوه غونډه جوړه شوې وه.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د ګډې خونې د ایران څانګه فعاله شوې ده خو د افغانستان څانګه لا هم نه ده جوړه شوې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي په دې ناسته کې، ایران د افغانستان مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریزې ستونزې باید حل شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان – ایران د پانګونې ګډې خونې د رهبري پلاوي یو بل غړي محمد حنیف مسعودي ویلي چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ همغږي ډېره شي.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو پلاوو په تګ راتګ، د نندارتونونو په جوړېدو او په ګډې پانګونې هم بحثونه شوي دي.






