اورنګزېب: پاکستان کې د پي ټي آی لاریون ناکام شو 

0
169

اورنګزېب: پاکستان کې د پي ټي آی لاریون ناکام شو 

هغه په اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته وويل چې که حکومت په شپږو ورځو کې پارلمان منحل او په جون کې ټاکنو ته زمينه برابره نه کړي نو دی به په لکونو خلک اسلام اباد ته را ټول کړي.

 

(2022 / 5 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ادعا کړې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاريون ناکام شوی دی.

اورنګزيب د پاکستان له يوه ځايي ټلويزيون سره په خبرو کې ويلي چې د عمران خان لاريون له دې کبله ناکام شوی چې د ګوتو په شمېر خلکو يې ملاتړ کاوه.

دې زياته کړې چې خلک عملي سياست غواړي او د دروغو په خبرو باور نه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزيرې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند په شپږو ورځو کې د پاکستان د پارلمان د منحلولو غوښتنه وکړه.

هغه په اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته وويل چې که حکومت په شپږو ورځو کې پارلمان منحل او په جون کې ټاکنو ته زمينه برابره نه کړي نو دی به په لکونو خلک اسلام اباد ته را ټول کړي.

د هغه له دې خبرو وروسته لاريونوال تيت شوي، خو په خپله تحريک انصاف په رسمي ډول د لاريون د پای ته رسولو خبر نه دی ورکړی.

Leave a reply