د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې ایران او سعودي کې د اعدام سزاګانې ډېرې شوې دي

0
173

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې ایران او سعودي کې د اعدام سزاګانې ډېرې شوې دي 

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۰ کال کې دې هېواد کې ۲۴۶ کسان اعدام شوي وو. سعودي عرب بیا دغه ډول ۶۵ سزاګانې ورکړې چې له دې د مخکې کال په پرتله دا دوه برابره زیات شمېر دی.

 

(2022 / 5 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د کرونا وبا د مخنیوي محدودیتونو له نرمېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې په نړیواله کچه د اعدام سزاګانې ډېرې شوې او په ایران او سعودي کې لوی شمېر دا ډول سزاګانې ورکړل شوې دي.

د یاد سازمان رپوټ ښيي، د همدې کال اوږدو کې ۲۰ هېوادونو کې ۵۷۹ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. ایران کې تر ټولو ډېرې سزاګانې ورکړل شوې چې شمېر یې ۳۱۴ ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۰ کال کې دې هېواد کې ۲۴۶ کسان اعدام شوي وو.

سعودي عرب بیا دغه ډول ۶۵ سزاګانې ورکړې چې له دې د مخکې کال په پرتله دا دوه برابره زیات شمېر دی.

Leave a reply