عمران خان اتحادي حکومت ته د ۶ شپږو ورځو مهلت ورکړو

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان حکومت ته د نوو انتخاباتو د اعلان او اسمبلۍ منحلولو لپاره شپږ ورځې وخت ورکړی دی.
د اسلام اباد په جناح ایونیو کې د لانګ مارچ ګډونوالو ته په وینا کښې عمران خان وویل چې دی په ۳۰ ساعتونو کې له پېښوره په کنټینر کې دلته راغلی دی.
هغه وویل چې د آزادۍ اوږد مارچ لاره هیڅوک هم نه شي نیولي او نه ی د اسلام آباد څخه منع کولې شي.
ده ووئيل حکومت ته دې شپږ ورځې وخت ورکوي چې اسمبلۍ دې ماتې كړې شي او ټاكنې دې په جون كښې اعلان كړې شي،
عمران خان اوویل او زیاته ی کړه چې که داسې و نه شی نو د ټول قوم سره به بیا اسلام آباد ته راځې۔






