زابل کې کولرا ته د ورته ناروغۍ نښې لیدل شوې دي 

0
214

زابل کې کولرا ته د ورته ناروغۍ نښې لیدل شوې دي 

تر دې وړاندې د شاه جوی ولسوالۍ اړوند شيخال سيمه کې ګڼ شمېر خلک پر کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي وو. روغتيايي چارواکي وايي، ياده سيمه کې يې د ۳۰۰ تنو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، درملنه کړې ده.

 

(2022 / 5 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د زابل د عامې روغتیا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولایت له شاه جوی ولسوالۍ وروسته په ارغنداب ولسوالۍ کې هم کولرا ته د ورته ناروغۍ نښې نښانې ليدل شوې دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي چې سیمې ته یې روغتیايي ټیمونه لېږلي څو د ناروغانو درملنه وکړي.

تر دې وړاندې د شاه جوی ولسوالۍ اړوند شيخال سيمه کې ګڼ شمېر خلک پر کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي وو. روغتيايي چارواکي وايي، ياده سيمه کې يې د ۳۰۰ تنو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، درملنه کړې ده.

د دې ناروغۍ نښې د ستوني درد، تبه او کانګې ښوودل شوې دي.

Leave a reply