بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې د بهرنیو ویزو پۀ تمه د پرتو افغانانو ژوند ته دلته هېڅ ډول خطر ندی متوجه 

0
174

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې د بهرنیو ویزو پۀ تمه د پرتو افغانانو ژوند ته دلته هېڅ ډول خطر ندی متوجه 

د بهرنيو چارو وزارت وايي، له پاکستانه لويديځو هيوادونو ته روان هيڅ افغان هم له خطر سره مخ نه دی. وزارت وايي، د اسلام اباد په اعتراضونو کې ان هغه کسان هم شامل دي چې له کلونو راهيسې له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې مېشت دي.

 

(2022 / 5 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د هيچا ژوند له ګواښ سره مخ ندی او هغه کسان چې په اسلام اباد کې د بهرنيو هيوادونو د ويزو د ترلاسه کولو لپاره پراته دي په دې اړه ناسمې ادعاوې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت دا غبرګون تر هغې وروسته دی چې په پاکستان کې مېشتو يو شمېر افغانانو وروستيو کې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

دوی وايي، له یوې خوا يې افغانستان کې ژوند ته ګواښ متوجه دی او له بلې خوا يې په اسلام اباد کې د لويديځو هيوادونو سفارتونو د ويزو کارونه ټکني کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، له پاکستانه لويديځو هيوادونو ته روان هيڅ افغان هم له خطر سره مخ نه دی. وزارت وايي، د اسلام اباد په اعتراضونو کې ان هغه کسان هم شامل دي چې له کلونو راهيسې له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې مېشت دي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبره، ياد کسان غواړي چې د ناامنۍ په پلمه په لويديځو هيوادونو کې پناه واخلي.

Leave a reply