د پي ټي آیی مشران او کارکوونکي ریډزون ته داخل شوي، ډی چوک ته هم رسیدلي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د ريښتينې ازادۍ لانګ مارچ کې ګډون کوونکي ټولو خنډونه څخه تیر شوي او ريډ زون ته ننوتلي دي.
د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان پرون د صوابۍ نه اسلام آباد ته خپل سفر د یو کاروان سره پیل کړ او قافله چې څه باندې اووه ساعته وړاندې اسلام آباد ته داخله شوې وه نن د زیارت په ورځ سحر جناح ایونیو ته ورسیده چرته چې د پي ټي آئي چیرمین عمران خان هم عام اولس ته وینا وکړه.
د لانګ مارچ ګډونوالو ته په خپله وینا کښې عمران خان وویل چې دی په ۳۰ ساعتونو کې له پېښور څخه په کانټینر دلته راغلی دی.
هغه اوویل چې د آزادۍ تحریک ناکامه ولو لپاره هر قسم چاره وکارول شوه خو قوم وکتل چې په دیرش ۳۰ ساعتونو کې د آزادۍ دا قافله اسلام آباد ته ورسیدله، خان اوویل چې څنګه چې د آزادۍ مارچ ګډون کوونکو د اوښکې بهیدونکي ګاز سره مبارزه وکړه ددې مثال چرته هم نشته.
عمران خان پوښتنه وکړه چې ايا په جمهوريت کې دا ډول طريقې کارول کېږي؟، په اٹک کې يو ملګرى شهيد شو او بل په راوي سيند کې ډوب شو، په کراچۍ کې د درې کسانو د شهادت خبر هم شته، زمونږ زرګونو کارکنان هم نيول شوي دي.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل مونږ اعلان کوو او غوښتنه کووو چې د ټاكنو تر اعلان پورې به اسلام آباد كښې ناست يو خو په تېرو 24 ساعتونو كښې مو وليدل چې دا كسان هېواد د باشاهت په لور روان دي مونږ غواړو خو دا پوليس هم زمونږ دي او خلق هم زمونږ دي۔ خان اوویل چې مونږ د وطن د وېش لپاره نه، بلکې د ملت جوړولو لپاره راغلي او راوتلي یو.