پي ټي آیی کارکوونکو اسلام آباد کښې ونو بوټو ته اور ورکړې دې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په مشرۍ کښې د پی ټي آیی کاروکوونکي او مشران پایه تخت اسلام آباد ته رسیدلي دي.
د اسلام آباد څخه داسې میډیا راپورنو خپاره شوی چې وایی چې د پولیسو او د پی ټي آیی کاروکوونکو ترمینځ نښتې شوي دي، پولیسو په دوی اوښکې بهیدونکې ګاز غورځولې ، یو پی ټي آیی کارکوونکي په سوشل میډیا وایی چې څنګه چې دوی اسلام آباد ته داخل شو نو پولیسو زهرجن ګاز په دوی واچول.
بل خوا په سوشل میډیا داسې یوه ویډیو خپره شوي ده چې د پي ټي ایی کاروکونکو په بلیو ایریا اسلام آباد کښې ونو او بوټو ته اور وراچولې دي او دا ونې لیدې شی چې سوځیږي.
عام اولس ، سماجی او د ونو بوټو کرلو تنظمیمونو په اسلام آباد کښې ونو بوټو ته اور اچونه په سختو ټکو کښې غندلې دې او ویلي دي چې د هغو پي ټي آیی مشرانو او کارکوونکو په ضد دې کاروایی وشی چې په اسلام آباد کښې ی ونو او بوټو ته اور ورکړې دې.

Leave a reply