د پي ټي آیی کارکوونکو د جنګ او جیو په دفتر د تیګو ګوزارونه کړي

0
214

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) کارکنانو د جنګ جیو په ودانۍ د ډبرو ګوزارونه پیل کړل.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي کارکنانو دغليل څخه دجنګ جيو په ودانۍ ډبرې وغورځولې چې له امله يې دخبريال دفتر شيشې ماتې شوې په دغه مهال دجنګ جيو نیوز ګروپ ودانۍ اؤ ريډ زون سره نزدې نورو ودانيو کې امنيتي کسان موجود نه وو.

سرچينې زياته کړې، چې د لاريون کوونکو له لوري د ډبرو په ګوزارونو کې د رسنيو کارکوونکي هم ټپيان شوي او موټر يې هم زيانمن شوى دى.ياده دې وي چې حکومت په اسلام اباد کې د پاکستان د تحريک انصاف د لانګ مارچ له امله د امن او امان صورتحال په نظر کې نيولو سره پوځ رابللی دی.د حکومت لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې پوځ د آئين د 245مې مادې لاندې راغوښتل شوې دې.

Leave a reply