اسلام آباد ریډ زون ته فوځ رابلل شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد په ریډ زون کې پوځ راغوښتل شوې دې چې په دې ځای کښې د سرکاري ودانیو د حفاظت لپاره وګمارل شي.
حکومت په اسلام اباد کې د پاکستان د تحریک انصاف د لانګ مارچ له کبله د امن او امان وضعیت په پام کښې د نیولو سره پوځ رابللې دې.
د حکومت لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې د پوځ د آئين د 245مې مادې لاندې راغوښتل شوې دې. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ریډ زون کې د دولتي ودانیو د ساتنې لپاره پوځ استول شوی دی.
عمران خان تر دې مخکې پنجاب ته د رسېدو پر مهال په خپله وینا کښې ویلي وو چې مونږ پنجاب ته رسیدلي یو او اوس به د اسلام اباد پر لور ځو.
هغه زیاته کړه چې په هر ښار کې باید خلک راووځي، دا د پاکستان لپاره پرېکنده وخت دی، زه اسلام اباد ته رسېدلی یم، ټولو ته پیغام ورکوم چې مونږ د هیچا غلامي نه منو، سترې محکمې حکم کړی چې په لانګ مارچ کښې به خنډ نه اچوي، هغه اوویل چې ما د اسلام آباد د تګ څخه هیڅوک هم نه شي ایسارولې.






