د عمران خان په مشرۍ کښې د آزادۍ مارچ قافله اسلام آباد ته رسیدلې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کښې ددوی لانګ مارچ قافله اسلام آباد ته رسیدلې ده.
د پي ټي آئي چئیرمین عمران خان د صوابۍ نه اسلام آباد ته خپل سفر د قافلې سره شروع کړ خو قافله چې پنځه ساعته وړاندې اسلام آباد ته داخله شوې وه H-9 ته ورسیده او د ډي چوک په لور روانه شوه. په سوشل میډیا داسې تصویرونه هم خپاره شول چې د پی ټي آیی څه کسان ډی چوک ته هم رسیدلي دي.
له دې وړاندې عمران خان حسن ابدال کې کارکونکو ته په وینا کې اوویل چې ډي چوک ته د خلقو سمندر را روان دی او د خلقو سمندر له ما سره ډي چوک ته را روان دی، عمران خان اوویل چې تر څو حکومت د نوي ټاکنو اعلان نه وی کړې نو مونږ به دې ځای څخه واپس لاړ نه شو.






