عمران خان باندې د ځانمرګي برید ګواښ شته دې: اټارني جنرل

0
167

باغی ټي وي رپورټ
اټارني جنرل په یو بیان کښې ویلي دي چې استخباراتي ادارو عمران خان ته د ځانمرګي بريد ګواښ په اړه رپورټ ورکړې دې .
د پاکستان اټارني جنرل اشتر اوصاف عدالت ته ویلي چې پي ټي ايي په اسلام آباد کې په سرینګر لویه لار باندې د احتجاجي پرلت غوښتنه کړې وه چې کومه رد شوه.
اشتر اوصاف عدالت ته وويل چې د عمران خان ژوند په خطر کې دى، د استخباراتي راپورونو له مخې په عمران خان د ځانمرګي بريد خطره ده، چې په ځواب کې جسټس اعجازالاحسن وويل چې تاسو د اصلي مسلې څخه د وتلو په حال کې ی. هغه اوویل چې آیا تاسو مشران او کارکونکي یې بندیان کړل چې ددوی امنیت وساتې؟ د شپې عملیات د څه لپاره ترسره کیږي؟ که حکومت ته د سرینګر لویې لارې ستونزه وي نو لاهور، سرګودها او د هېواد نورې لارې ولې بندې دي؟

Leave a reply