د پاکستان سترې محکمې د پي ټي ایی لانګ مارچ په اړه مهمه لارښوونه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سترې محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته امر کړی چې د H-9 او G-9 ترمنځ دې د پي ټي آیی ته د غونډې کولو لپاره ځای ورکړي.
د پي ټي آئي د درخواست په اوريدلو سره جسټس اعجازالحق وويل چې د احتجاج کوونکو لپاره دې داسې پلان جوړ شي چې په پرامنه توګه راشي او د احتجاج نه وروستو خپلو کورونو ته ستانه شي، نه دا چې د جلسې نه وروستو فيض اباد يا موټروې بندې کړل شي.
سپريم کورټ پي ټي آئي او حکومت ته په دې معامله د مشورې ورکولو هدايت کړې او اټارني جنرل څخه ی غوښتي چې د پي ټي آئي د غوښتنو په اړه عدالت ته معلومات ورکړي.
د اوريدنې په مهال جسټس اعجازالاحسن وويل بابر اعوان راته ووايه چې احتجاج به تر څومره وخت دوام کوي؟ چرته داسې و نه شي چې د غونډې وروستو به دا فيض اباد وي يا موټروې بند وي، داسې پلان دې ورکړي چې مظاهره کوونکي په امن کښې غونډه وکړي او له احتجاج وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.
په دي موقع د پي ټي آئي وکيل بابر اعوان اوويل چي مونږ به هم دا کار کوو، مونږ د نويو انتخاباتو غوښتنه کوو او مونږ به کله هم ددې کار او غوښتنې څخه روسته نه شو، اټارني جنرل سپريم کورټ ته اوویل چې وزيراعظم شهباز شريف په وزيرانو مشتمله کميټۍ جوړوي کوم چې به د پي ټي آئي د غونډې او په غونډه کښې د وینا ګانو ټکو ته نظر کوي.





