حکومت نه پس عمران خان هم دمعاهدې کولو خبر رد کړې

0
217

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو له وزيرې مريم اورنګزېب وروسته د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان هم د معاهدې کولو خبرونه رد کړي دي.

په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د حکومت او پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) تر منځ یوه هوکړه شوې چې له مخې یې یوازې د یوې غونډې پر ترسره کولو هوکړه شوې ده.

سرچينې وائي دحکومت اؤ پي ټي ائي ترمينځ خبرې دوه نيم ساعته روانې وې چې پکې دپي ټي ائي دوه مشرانو هم برخه اخستې وه.

خو د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي ائي سره د کومې معاهدې خبره رد کړې او وئيلي يې دي چې پي ټي ائي سره کومه معاهده نه ده شوې . مريم اورنګزېب زياته کړه چې د حکومت او پي ټي ايي ترمنځ د خبرو او معاهدې خبرونه بې اساسه دي، د پوليس اهلکارو د شهيدولو وسله والې ډلې سره کوم تړون نه دی شوی.
اوس د پي ټي آئي چيرمين عمران خان هم په سوشل ميډيا يو بيان کښې د هر قسمه معاهدې خبرونه رد کړي او وئيلي دي چي مونږ د اسلام آباد په لور روان يو او حکومت سره د کومې معاهدې هیڅ کومه خبره نشته. ياده دي وي چي پاکستان تحريک انصاف اسلام آباد کښي د احتجاجي پرلت کولو اجازت غوښتي وو ولي ضلعي انتظاميي د عوامي احتجاج او سړکونو بندولو له وجي د پي ټي آئي دا غوښتنه ی مسترد کړې وه۔
په دې لړ کښې سپريم کورټ کښې يو درخواست هم دائر کړے شوے دے چې پکښې سپريم کورټ ډپټي کمشنر اسلام آباد ته هدايات کړي دي چې د پي ټي آئي جلسې لپاره دې متبادل ځاي او ټريفک پلان جوړ کړي چې پکښې جلسه هم وکړې شي او سړکونه هم و نه تړل شي.

Leave a reply