جلریز ولسوالۍ کې د قومي جرګې له لوري د دوه کورنیو ترمنځ روغه وشوه

جلریز ولسوالۍ کې د قومي جرګې له لوري د دوه کورنیو ترمنځ روغه وشوه
باغي ټلویزیون
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکو ملا سلام الدین او تازه ګل د کورنیو تر منځ درې کاله وړاندې قتل شوی و، چې نن چهارشنبه د مرکز میدانښار په دارالفرقان دیني مدرسه کې د علماو او قومي مشرانو په منځګړيتوب یې روغه وشوه. پېښه دری کاله وړاندې د ځمکې پرسر د شخړې په سبب رامنځ ته شوې وه، چې د ملا سلام زوی عبدالمتین پکې د تازه ګل د کورنۍ له لوري وژل شوی و.
په ناسته کې د حکومتي مسؤلینو په ګډون ګڼ شمیر علماو، قومي مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی وه.
دوی په ټولنه کې دا ډول قومې جرګې ارزښتمندې وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې ستونزې باید له دې لارې حل کړل شي.
مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني په ناسته کې وویل، لویه لاسته راوړنه ده، چې دوه کورنۍ له کلونو دوښمنۍ ورسته له یو بل سره غاړه ورکوي او روغه کوي.
په روغه کې د منځګړو د فیصلې سره سم د مقتول کورنۍ ته ۳۰ لکه افغانۍ ورکړل شوې او پرېکړه وشوه، که چېرې هر طرف له یادې روغې سرغړونه وکړي، د یاد قیمت دوه چنده ناغه به ورکوي.
د یادولو وړ ده، چې په میدان وردګو ولایت کې لومړی ځل دا ډول قومې جرګې د ستونزو د حل لپاره لاس پکار کیږي.





