د خیبر مشران وایی دوی به د امن خبرو لپاره افغانستا ن ته سفر وکړي

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په جمرود کښي د کالعدم تحريک طالبان پاکستان او پاک فوځ ترمينځه د امن مذاکراتو لپاره د ځایی مشرانو قبائلي جرګه رابللي ده او دوی د امن لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړې دې.

قبایلي مشرانو د پخوانۍ فاټاپه صوبه کښې شاملیدل رد کړل او د مې ۳۱مه یې د تورې ورځې په توګه اعلان کړه، مشران وایی چې د ټي ټي پي نه علاوه نورې ډلې دې هم مونږ سره د امن راوستلو لپاره تیارې شي، د مشرانو جرګې غړو مطبوعاتي غونډې ته ویناګانې.

د فاټا قامي جرګې چيئرمېن ملک بسم الله خان آفريدي، خان محمد آفريدي، ملک ظاهر شاه آفريدي، ملک طماش شلماني، ملک ضراب، ملک نجيب طور خيل، ولايت شاه منیا خيل او ملک فضل الرحمان شيرخان خیل جمرود پريس کلب کښې يو خبري غونډې ته وینا ګانې وکړې.
د نورو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کښې مشرانو اوویل چې د پخوانۍ فاټا انضمام په ضد به د مې ۳۱مه د تورې ورځې په توګه لمانځو او د تاریخي باب خیبر په سیمه کې به احتجاجي جلسه کوو ځکه چې د فاټا انضمام په زوره شوی دی.

مشرانو اوویل چې په قبایلي سیمو کې د سولې راوستل زمونږ ګډ مسوولیت دی، نو مونږ د عسکریت خوښو، پوځي چارواکو او حکومت ترمنځ اوربند ته د یو ښه پرمختګ په نظر ګورو، مشرانو اوویل چې د دې اوربند نېټه باید وغځول شي، څو په سیمه کې سوله راشي او خبرې اترې بریالۍ شي چې په دې سیمو کښې پوخ امن او خوشحالي راشي.
حاجي بسم الله آفریدي په ټولو وسله والو ډلو غږ وکړو چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
ده وويل چې د سولې د جرګې د خبرو لپاره د پاکستان د پوځ له جګپوړو چارواکو سره خبرې روانې دي او ډېرزر به له وسله والو سره هم خبرې وکړي، مشرانو اوویل او زیاته ی کړه چې دوی به ز د عسکریت خوښو سره د امن یوه جرګه کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
هغه وويل چې خبرې اترې د کاميابۍ په لور روانې دي، هغه د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د انضمام ختمولو او د قبائيلي رواجونو او جرګو د رامنځته کولو او د خيبر ضلعې په شمول په ټولو قبائيلي ضلعو کښې دې د پخواني خاصه دار ځواک او لیویز ځواک سره ظلم بند کړې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载