نن ماښام په ډي چوک کښې به رانا ثناالله سره ملاقات کوم: علي آمین ګنډا پور

نن ماښام په ډي چوک کښې به رانا ثناالله سره ملاقات کوم: علي آمین ګنډا پور
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي چي هغه به ماښام په ډي چوک کښي د داخله چارو وفاقي وزير سره ملاقات کوي۔
جيو نيوز سره په خبرو کې د پي ټي ائي مشر چې د ډي آئي خان نه د لانګ مارچ کاروان مشري يې کوله وويل دوه ورځې وړاندې ما رانا ثناء الله ته لاره ښودلې وه چې دا زما لاره ده، ګنډا پور زیاتوي چې ما ورته ویلي وو چې که په تاسو کې همت وي نو پخپله راشۍ.
هغه زیاته کړه چې څوک هم چې رالیږې نو را وی لیږه. هغه وایی او زیاتوي چې انشاالله زه او ته به ماښام په ډي چوک کې سره اووینو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې علي امين ګنډاپور وويل که دعمران خان کاروان هکلا انټرچينج ته رسيدلى وي نو ښه به وي که نه نو مونږ به دپيښور انټرچينج په لوري روان شو.
ياده دي وي چي نن د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته د اتحادي حکومت په ضد لانګ مارچ پیل کړې دې، عمران خان د ټول ملت څخه غوښتنه کړې ده چې د پي ټي آیی ملاتړ وکړي او دوی سره دې د اتحادي ګوندونو دې حکومت په ضد را اوچت شي.






