په لاهور کښې د پي ټي ایی او انتظام ترمینځ نښتې شوي؛ د ډي چوک اسلام آباد ټولې لارې تړل شوي دي

0
246

 په لاهور کښې د پي ټي ایی او انتظام ترمینځ نښتې شوي؛ د ډي چوک اسلام آباد ټولې لارې تړل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان ددې اعلان وروسته چې ډي چوک اسلام اباد ته به نن رسېږي، د اسلام آباد انتظامیه ډي چوک له ټولو خواوو د کانټينرونو په وسيله تړلې دې.

ډي چوک ته تلونکي ټول سړکونه هم بند کړي شوي دي، په داسې حال کې چې د پي ټي آئي د لانګ مارچ د مخنيوي لپاره په مختلفو ښارونو کې په سړکونو کنټينرونه او ټرکونه ولاړ دي.

د لاهور او پيښور نه اسلام اباد ته غځېدلې لارې د جي ټي روډ او موټروې د خنډونو له امله بندې شوي او په ګڼ شمېر کې پوليس ګمارل شوي دي.

لاهور کې د پوليسو او پي ټي ايي د کارکنانو ترمينځ نښته شوې ده
په لاهور کې پولیسو د پي ټي ائي د کارکنانو د مخنيوي لپاره په بيلا بيلو ځايونو کې خنډان رامنځ ته کړي دي کوم چې د پي ټي ائي کارکنان د لرې کولو لپاره بتي چوک ته رسيدلي دي .

پولیسو د یاسمین راشد موټرا را ایسار کړې دې
پولیسو ډاکټر یاسمین راشد ته د بتي چوک په لور د تګ اجازه ورنه کړو خو د پي ټي ایی حکومت پخوانې وزیرې موټر چلولو ته دوام ورکړو.

کله چې ډاکټر یاسمین راشد هڅه وکړه چې موټر مخې ته بوځي ، نو پولیسو له خوا ددوی موټر په ډانګونو اووهل شول چې له امله یې د موټرشیشې هم مات شو.

Leave a reply