د پاکستان په تاریخ کښې یو لوی لاریون ګډون کوونکي به سبا اسلام آباد ته ځي

0
44

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي سبا به د پښتونخوا نه اسلام آباد ته د پاکستان د تاريخ تر ټولو لوي جلوس سره روانيږي او غير جانبدارانو، ججانو او وکيلانو ته دا پيغام ورکوي چي دا يو فيصله کوونکی وخت دے.
پيښور کښي يوي خبري غونډي ته وينا کښي عمران خان اوويل چي اوس به فيصله کيږي چي دا به څه قسم پاکستان وي، ايا مونږ هغه پاکستان جوړول غواړو کوم چي د قائداعظم پاکستان وو او که د دې غلو پاکستان؟
عمران خان اوویل چې د کابینې ۶۰ سلمه غړي مجرمان دي، 60٪ په ضمانت کې دي، د جرمونو وزیر او زوی یې باید مجازات شي، خان اوویل او تور ی ولګولو چې د دوی په وړاندې 24 ملیارد دوسیې دي، دوی نن د هیواد پریکړې کوي.
ده وويل د هېواد له پرېکړو ورکوونکو ادارو پوښتنه ده، له عدليې څخه پوښتنه ده چې ټول ملت تاسو ته ګوري، موkږ په ښکاره وایو چې په ٢٦ کلن سياست کې مو هېڅ قانون نه دى مات کړې، زمونږ دیموکراتیک حق، له بهر څخه د دسیسې لیک چې د لوی څارنوال په ګډون ټولو ته لیږل شوی دې، هغه اوویل چې د ملي امنیت په غونډه کښې ثابته کړه چې د بهر څخه لاسوهنه شوې او حکومت نسکور شو.

Leave a reply