حکومت به هیچا ته هم په ملک کښې د فتنه فساد خپرولو اجازه ور نه کړي: وزیرداخله

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چي حکومت به د لانګ مارچ په نوم هېچا ته د فساد اجازه ورنکړي.

اسلام آباد کښې وفاقي وزيرانو سره خبري کانفرنس ته دوينا په مهال رانا ثناء الله وئيلي دي چي د پي ټي آئي لانګ مارچ نه دې بلکه دا د بغاوت لانګ مارچ دې .

ده ووئيل چې كابينې پرېكړه كړې ده چې پي ټي آئي ته به د لانګ مارچ په نوم د فتنې خپرولو اجازه نه وركوي، تر څو يې مخه ونيول شي چې دا خپله غلطه او تفرقه اچولو ايجنډا نوره نه شي پېدا كولې۔
وزیرداخله اوویل چې وس د پی ټي آیی مشران د کنځلو سیاست څخه راوتلي او د مرمیو سیاست ی پیل کړي دې ځکه په لاهور کې ی یو پولیس اهلکار هم شهید کړې دې.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې دوی ډیر زړور شوي دي خو اوس د دوی ټول مشرتابه په پیښور کې راټول شوي، هیڅوک د دوی په کورونو کې نه دي دوی غواړي چې سبا د یوې لویې ډلې په شکل کښې له هغه ځایه راشي، داسې ډله چې هیڅ ډول قانوني او قانوني حیثیت نلري او غواړي چې په غیرقانوني ډول په وفاق باندې برید وکړي.
رانا ثنا الله وويل چې د عمراني د فتنې په ګمراهۍ اخته خلکو ته خبرداری ورکوي چې له دې ګمراهۍ څخه راووځي او ځان ترې اوساتي ، دا يوه ملي مسله ده او د هېواد د بقا مسله ده، هغه اوویل چې دا ملت وېشل او ګمراه کول غواړي او دوی به عمران ته اجازه ور نه کړي چې په دې ناوړه سازش کښې بریالۍ شي.
هغه وويل سوله ييز لاريون او بيان د ټولو حق دى خو دوی په سوله ييزه توګه لاريون ته نه راځي، پخوا يې هم ورته سوله ييز لاريون ویلې وو ، هغه اوویل چې بیا ی چې څه وکړل نو ټول ولیدل، هغه اوویل چې که دوی دې ته د خونړي لاريون نوم نه واى ورکړى نو په لاره کې به مونږ دوی ته نه ودرېدلى، هغه اوویل چې وس باید دا فتنه بنده شي او دا به لوی خدمت وي.

Leave a reply