امنیتي مسؤلینو ننګرهار ولایت کې د وسلو د قاچاق پۀ تور څلور کسه نیولي دي
امنیتي مسؤلینو ننګرهار ولایت کې د وسلو د قاچاق پۀ تور څلور کسه نیولي دي
رسنيو د ننګرهار د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير له قوله ويلي چې په مرکز جلال اباد، مهمندرې او تورخم ښارګوټي کې يې يوه اندازه وسلې نيولې دي.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ننګرهار کې د افغانستان د ا.ا. ځايي چارواکو ويلي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.
رسنيو د ننګرهار د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير له قوله ويلي چې په مرکز جلال اباد، مهمندرې او تورخم ښارګوټي کې يې يوه اندازه وسلې نيولې دي.
ده ويلي چې د يادو وسلو د قاچاق په تور يې څلور تنه نيولي هم دي. د نيول شويو وسلو د ډول او اندازې په اړه څه نه دي ويل شوي.