ا.ا لۀ عرب متحده اماراتو سره د هوايي ډګرونو د تنظیم چارو هوکړه لیک لاسلیک کړ

ا.ا لۀ عرب متحده اماراتو سره د هوايي ډګرونو د تنظیم چارو هوکړه لیک لاسلیک کړ
هغه وويل چې ګاک تر دې وړاندې هم د کابل په هوايي ډګر کې ځمکني خدمتونه وړاندې کول چې د تړون په غځيدو سره به يې افغانستان ته د لويو هوايي شرکتونو پروازونه بيا پيل شي.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د ا.ا او عربي متحدو اماراتو د يوې کمپنۍ تر منځ د کابل د هوايي ډګر د ځمکنيو خدمتونو تړون لاسليک شو.
د افغانستان د ا.ا د رياست الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، د ياد تړون تر لاسليک وروسته به افغانستان ته پر سفر شته محدوديتونه لرې شي او دغه راز به افغانانو ته د اماراتو د ويزو ورکړه هم پيل شي.
د هوايي چلند ادارې تخنيکي مرستيال غلام جيلاني وفا وويل، د ګاک په نوم د عربي اماراتو دغه کمپنۍ به په خورا ښو شرایطو د کابل په هوايي ډګر کې ځمکني خدمتونه وړاندې کوي.
هغه وويل چې ګاک تر دې وړاندې هم د کابل په هوايي ډګر کې ځمکني خدمتونه وړاندې کول چې د تړون په غځيدو سره به يې افغانستان ته د لويو هوايي شرکتونو پروازونه بيا پيل شي.
د افغانستان د ا.ا او ګاک تر منځ لاسليک شوی تړون مشارکتي بڼه لري چې د خدمتونو لګښت يې له عوايدو پوره کيږي او ګټه يې د حکومت او کمپنۍ تر منځ ويشل کيږي.






