برېټانیایوي پارلمان لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرز لۀ متحدینو سره خیانت ګڼلی دی 

0
42

برېټانیایوي پارلمان لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرز لۀ متحدینو سره خیانت ګڼلی دی 

په راپور کې راځي چې برېټانوي مامورینو ان د خپل سفارت معلومات هم و نه شوی ساتلی او د ټولو هغو کسانو معلومات او اسناد په سفارت کې پاتې شول چې له برېټانیا سره یې کار کاوه.

 

(2022 / 5 /  24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا پارلمان له افغانستان د تخلیې ماموریت په اړه خپل راپور خپور کړی دی. د برېټانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیسیون په خپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اګسټ کې له افغانستان د برېټانیا د وتلو بڼه ناسمه او له متحدینو سره خیانت و.

سرچینه کاږي چې په دې ماموریت کې د برېټانیا حکومت بریالی نه و، پلانونه یې ناسم وو، مدیریت یې کمزوری و او ددې سبب شوه چې د برېټانیا سلګونه همکاران په افغانستان کې پاتې شي.

په راپور کې راځي چې برېټانوي مامورینو ان د خپل سفارت معلومات هم و نه شوی ساتلی او د ټولو هغو کسانو معلومات او اسناد په سفارت کې پاتې شول چې له برېټانیا سره یې کار کاوه.

دغه هېواد له افغانستان د وتلو بڼه او د تخلیې ماموریت پایله له متحدینو سره خیانت بللی او پر برېټانوي حکومت یې غږ کړی چې برېټانیا ته د راغلو افغان کډوالو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

Leave a reply