بې پولې ډاګټرانو ویلي، د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري

0
98

بې پولې ډاګټرانو ویلي، د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ وایي چې د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې او لاسنیوي ته اړتیا لري ځکه دغه برخه پخوا هم پر نړیوالو مرستو متکي وه او اوس هم د بهرنیانو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 5 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د بې پولې ډاکټرانو پر وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت، بندیزونو، د نړیوالو مرستو د درېدو او ګڼو نورو ستونزو له امله د افغانستان روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

سرچینه کاږي د افغانستان عامه روغتیایي برخه تر دې وړاندې هم د اغېزناکو خدماتو جوګه نه وه، خو اوس چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه ډېر شوي دا برخه لا ډېره کمزورې شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ وایي چې د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې او لاسنیوي ته اړتیا لري ځکه دغه برخه پخوا هم پر نړیوالو مرستو متکي وه او اوس هم د بهرنیانو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

اړوند موضوعات:

مرستندویه بنسټونه وايي د افغانستان روغتیايي سیستم ژغورلو ته اړتیا لري

تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي وو، چې د افغانستان روغتیایي سکتور د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او که پر وخت اقدام نه کېږي نو د پاشل کېدو امکان یې شته دی.

Leave a reply