د ا.ا ویلي چې یو شمېر افغان کارګرو ته بهر کې د کار کولو زمینه برابروو
د ا.ا ویلي چې یو شمېر افغان کارګرو ته بهر کې د کار کولو زمینه برابروو
د راپورونو له مخې، تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې په زرګونو کسان بې کاره شوي دي او یو شمېر کابل ښاریان له ا.ا څخه غواړي چې په کور دننه یا بهر د کار زمینه برابره کړي.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په بهر کې به د افغان کارګرو ستونزو ته د رسېدګي په موخه د کار اتشه رامنځته کړي.
د یاد وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي چې هڅه کوي له قطر، متحده عربي اماراتو، سریلانکا او سعودي عربستان سره پخوانۍ هوکړه بیا تازه کړي چې پر بنسټ به یې یاد هېوادونه زرګونه افغان کارګر د کار لپاره قبول کړي.
هغه زیاته کړې ده چې په یادو څلورو هېوادونو کې یوه یې د ۵۰ زره کارګرو د منلو خبره هم کړې ده.
د راپورونو له مخې، تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې په زرګونو کسان بې کاره شوي دي او یو شمېر کابل ښاریان له ا.ا څخه غواړي چې په کور دننه یا بهر د کار زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه راز ویلي چې تمه ده تر سل زره ډېر کسان د کابل نوین، قوش تیپه، ټاپي او نورو پروژو کې په کار وګومارل شي.