برېټانیا ویلي چې روسیې پۀ اوکراین کې دومره تلفات لیدلي لکه څومره چې یې پر افغانستان د یرغل پر مهال لیدلي ؤ
برېټانیا ویلي چې روسیې پۀ اوکراین کې دومره تلفات لیدلي لکه څومره چې یې پر افغانستان د یرغل پر مهال لیدلي ؤ
د بریټانیا دفاع وزارت وړاندوینه کوي چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په جګړه کې اوښتونکې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده او په خبره یې، دا چاره به د دې سبب شي چې عام روسان له دې جګړې سره مخالفت وکړي.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریټانیا د دفاع وزارت ويلي، داسې ښکاري چې د اوکراين د جګړې په لومړیو دریو میاشتو کې به روسي ځواکونو ته هغومره مرګ ژوبله اوښتې وي، لکه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په نهه کلن یرغل کې چې وراوښتې وه.
دغه وزارت ویلي، پر دونباس برید کې روسي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله د دوی د کمزوري پوځي تکتیک ښکارندويي کوي.
د بریټانیا دفاع وزارت وړاندوینه کوي چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په جګړه کې اوښتونکې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده او په خبره یې، دا چاره به د دې سبب شي چې عام روسان له دې جګړې سره مخالفت وکړي.
د شمېرو له مخې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په نهو کلونو کې ۱۵زره عسکر وژل شوي وو.