د حکومت دور بشپړ کولو په اړه وزیردفاع مهم انکشاف کړې دې

0
80

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې مسلم ليګ ن په پينځو څخه تر لسو ورځو کې داسمبلۍ منحل کولو فيصله کړې وه خو بيا يې سوچ بدل کړى، دا پریکړه ی ځکه وکړه چې د اسمبلۍ ختمولو په اړه به دا پریکړه دعمران خان په د احتجاجي لاریون پورې وتړل شي.

د دفاع وزير خواجه اصف د جيو نيوز پروګرام آج شاهزيب خانزاده کې ساتهه د خبرو په مهال ويلي دي چې متحدين يې د وخت نه مخکې د انتخاباتو له پرېکړې سره موافق نه وو او مونږ يې هم د دې پرېکړې د بدلولو لپاره هڅولي وو.

هغه وویل چې دولت باید اجازه ورنه کړي چې د یو کس لخوا حکومت بلیک میل شي. وزیر دفاع اوویل چې که چرې اسمبلۍ منحل شوې وای، نو دا پرېکړه به له سیاسي پلوه ګټوره نه وه.
ددفاع وزير وويل نوازشريف په تير احتجاج کې پي ټي ائي ته دراتللو اجازه ورکړې وه، اوس په سرينګر هاي وے داحتجاج ځاي ټاکل شوى دى. وزیر دفاع اوویل که د دولت حاکمیت و ننګول شي نو دولت به د قانون سره سم ځواب ورکړي.

Leave a reply