پاکستان څخه د حج اپریشن ۳۱ میی څخه پیل کیږی

0
217

باغی ټي وي رپورټ
د پي آئي اے له لوري به د راتلونکي د مئي 31مې نيټې څخه به د پاکستان نه د حج عمليات پېل كېږي.
د حج دا اپریشن به د اسلام آباد٬ پېښور٬ لاهور٬ كوئټه او كراچۍ سره سره فېصل آباد٬ سيالكوټ او ملتان څخه پیل شي او د پاکستان څخه به په زرګونو شمیر کښې حاجیان سعودي عرب ته د حج ادا کولو لپاره ورسوی.
د پي آئي اے وياند له مِخې انتظاميې په دې لړ كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ته په اهمو چارو بريفنګ هم ورکړې دې.
د بریفنګ په دوران په حج آپرېشن، مذهبي زيارتونو او په ځائي كچه او بهرنيو هېوادونو كښې سېلګرۍ ته په وده وركولو او په فضائي بېړه كښې د اضافې په شمول په نورو مهمو چارو ټینګار شوې دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق ، د پي آیی اې وياند له مخې د حج پروازونه به جده او مدينې منورې ته ځي او عمليات به د پي آئي اے د 297 پروازونو دلارې د 31 مئي نه تر 14 اګست پورې دوام ولري.
په داسې وخت کښې د پاکستان حج اپریشن پیل کیږي د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشکور ویلي دې چې اضافي الوتكې په بېړۍ كښې شاملېدو سره به حج عملياتو ته وده ترلاسه شي او د نېټ ورك په پراختيا كښې به مرستياله وګرځي۔
وفاقي وزیر د هوا بازۍ وزير خواجه سعد رفيق پي آئي اے ته هم امر وكړو چې د كارګو څانګې ته دې خاص پام وكړې شي چې پاکستان حاجیانو ته اسانتیاوې ورکړل شوي، اړوند څانګو ته ی دا لارښوونه هم کړې چې ددې ادارې د ودې لپاره دې نور پلانونه هم وړاندې کړي چې دا اداره نور پرمختګ وکړي.

Leave a reply