وزیراعظم شهباز شریف د کشمیر د آزادۍ مشر یاسین ملک په جعلي کیس کښې د نیولو سختو ټکو کښې غندنه کړې

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د دوشنبې په ورځ د هند د عدالت لخوا نامتو حريت ګوند مشر محمد ياسين ملک ته د ترهګرۍ په جعلي مقدمه کې د سزا اورولو سخته غندنه وکړه.
هغه وويل پاکستان د ياسين ملک په ضد د هند ناکامه تاکتيکونه رد کړي کوم چې د بې مثاله زړورتيا او ازادۍ سمبول ؤ.
هغه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د شورا په ګډون د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د هند د عدالتي قانون او اصولو د پرته اقداماتو په اړه دې نوټس واخلي او هند دې دداسې غیرقانوني او د عدالت په ضد ګامونو څخه په سختې سره منع کړې شي.
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې د پاكستان حكومت به د ياسين ملك او نورو كشميري قيادت په ضد د هند حکومت غیرقانوني ګامونه په ټولو نړيوالو فورمونو كښې په ډاګه كوي٬ هغه اوویل چې د بشري حقونو ادارو او د اسلامي تعاون تنظيم فورم په شمول به د هندي حکومت د کشمیري مشرانو او مسلمانانو په ضد ګامونو او ظلمونو نړۍ ته په ډاګه کړي.
World should take note of Indian govt's mistreatment of political prisoners in IIOJK. Conviction of prominent Kashmiri leader Yasin Malik on fake terrorism charges is futile effort 2 silence voices critical of India's blatant human rights abuses. Modi regime must b held 2 account
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) May 23, 2022






