عمران خان د امریکا څخه مهمه غوښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال ډونلډ لو د خپلې دندې څخه د لرې کولو غوښتنه کړې ده، عمران خان وایی چې هغه د تحریک انصاف د حکومت د بې اعتمادۍ د لرې کولو خبره کړې وه.
امريکايي ټي وي ته په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير دپاکستان سفير سره دمارچ په اوومه نيټه خبرې کړي دي، دامريکا مرستيال خارجه وزير ویلي وو چې زمونږ(د پي ټي آیی حکومت) د بې اعتمادۍ له امله لرې کړل شي.
عمران خان غوښتنه کړې ده چې دا امريکائي مرستيال د بهرنیو چارو وزیر باید له دندې لرې شي.ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك وړاندې په اسلام آباد كښې د امريكې سفارت زما د ګوند له مشر سره په تماس كښې وو۔
عمران خان وویل کله چې غیرمقبول حکومت راځي نو د خلقو غصه امریکا ته ځي، د ټرمپ حکومت په دور کښې مې دوی سره ښې اړیکې وې، کله چې بایډن راغی او له افغانستانه څخه امریکا فوځیان ووتل، د امریکا ادارې ورسره اړیکه نه ده نیولې.





