ایران یوه اونۍ کې کابو ۱۶ زره افغان کډوال اېستلي دي

ایران یوه اونۍ کې کابو ۱۶ زره افغان کډوال اېستلي دي
د تازه معلوماتو له مخې ایران په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوال له ایران ایستلي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم دا تاییدوي چې ایراني لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
(2022 / 5 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پراخه شوې ده.
د تازه معلوماتو له مخې ایران په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوال له ایران ایستلي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم دا تاییدوي چې ایراني لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
سرچینه کاږي چې په یوه اونۍ کې ایران شاوخوا ۱۶ زره افغانان له خپل هېواد ایستلي دي او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲ زره کسان را ایستلي دي.
په ورته وخت کې له پاکستان هم ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ډېری دغه کډوال په زور له ایران او پاکستان ایستل کېږي.
ایران وروسته له هغه د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه، چې کډوالو ته یې د ثبت ژمنه ورکړه او په دې توګه یې نیول او ایستل ورته اسانه شول.






