افغانستان لا هم د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري

0
217

افغانستان لا هم د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري

سرچینه کاږي چې افغانستان لا هم د نړیوالو پوره لاسنیوي او پراخو مرستو ته اړتیا لري او که داسې نه کېږي نو د میلیونونه انسانانو ژوند له خطر سره ه مخ کېدلی شي.

 

(2022 / 5 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو د کیفیت، تحلیل او تجزیې یوه نړیوال مرکز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې لوږه او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده.

دغه بنسټ کاږي سره له دې چې نړیوالې ټولنې په تېرو میاشتو کې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي خو دا د افغانانو درد په دایمي توګه نه شي دوا کولی.

سرچینه کاږي چې افغانستان لا هم د نړیوالو پوره لاسنیوي او پراخو مرستو ته اړتیا لري او که داسې نه کېږي نو د میلیونونه انسانانو ژوند له خطر سره ه مخ کېدلی شي.

راپور کې راځي چې دمګړی شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان په افغانستان کې خوراکي توکو ته اړتیا لري او بشردوستانه مرستو ته اړ دي.

Leave a reply