د شیخ رشید د وژنې سازش، شیخ د چا په ضد ایف آیی ار درج کړې دې؟

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد ادعا کړې، چې د ده د وژلو پلان يې جوړ کړی دې.

په يو بيان کې شيخ رشيد د چا نوم اخستو پرته وويل چې د مارګله په پوليس سټيشن کې ی د ٢٢ کسانو قاتلانو په ضد درخواست جمع کړې دې.
د عوامي مسلم ليګ مشر دا هم وويل چې دا د دوى تېروتنه ده چې دوى به حمزه او شهباز شريف ته د خپل ځان د څارنوال په ټاکلو سره په دوی فرد جرم و نه لګوي.
شیخ رشید ویلي چې د مې تر ۳۱مې به مهمې پرېکړې کېږي، مونږ پوهیږو چې د دوشنبې په ورځ د اتحادي ګوندونو په غونډه کې به څه کوي، شیخ اوویل چې دوی له هماغو بنسټونو غوښتي چې ۱۴ ځلې یې پرې نیوکې کړي دي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې عمران خان هم په خپل يو بيان کې ادعا کړې وه چې د هغه د وژلو سازش په هېواد کې دننه او بهر جوړ شوى خو ما يوه ويډيو جوړه کړې او په خوندي ځاې کې يې ساتلې ده چې پکې د دغو ټولو کسانو نومونه هم شامل دې کوم چې زما د وژنې په سازش کې ککړي دي.

Leave a reply