د پاکستان قوم به د عمران خان سازش ناکامه کړي: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې که عمران خان په ملک کښې کورنۍ جګړه شروع کول غواړي نو دا د هغه غلطي ده، قوم به دا سازش ناکامه کړي.
لاهور کې د پاکستان کډني اینڈ لیور انسټیټیوټ (PKLI) ته د خپل سفر په مهال میډیا سره په خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي که عمران خان غوښتل چې په ملک کې کورنۍ جګړه پیل کړي نو دا به د هغه تېروتنه وي، وزیراعظم زیاته کړه چې دا ولس به ی نه پرېږدي او عمران نیازي به ونه بخښي،شهباز شریف اوویل چې که عمران خان د ملک په ضد او د خانه جنګۍ جوړولو سازش وکړو نو ددې قوم لاس به وي او د عمران خان ګریبان.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې عمران نيازي د دې قوم اخلاقي تباه کړې ده، کوم الفاظ چې هغه استعمال کړل د ټول ملت سر ی د شرم څخه ټیټ کړو، عمران خان د اولس اخلاق او ټولنه تباه کړې ده، هغه اوویل چې کله چې زه کوټ لکپهت زندان ته لاړم نو داسې ورته ویل شوې وو چې شهباز شريف په زمکه اوده کړې، هغه اوویل چې زه په بکتر بند ګاړي کې زندان ته ورسول چې زما د ملا درد زیات شي.





