عمران خان د اسلام آباد په لور د اوږد احتجاجي لاریون اعلان وکړو

0
210

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د مې په ۲۵مه پایه تخت اسلام اباد په لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

پېښور کې د کور کمېټۍ تر غونډې وروسته خبري غونډې ته په وینا کې عمران خان وویل، د کور کمېټۍ په غونډه کې د لانګ مارچ کولو پرېکړه شوې او په لانګ مارچ کې د ګډون لپاره به د مې په ۲۵مه په اسلام آباد کښې د سرینګر په لویه لاره راټولېږي.
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په دې موقع اوویل چې په کال 2018 کښي مونږ ته ملک واک هغه واخت راکړل شو چې دا ملک دیوالیه وو، د 20 اربه ډالرو خساره وه، کله چي مونږ لرې کړے شو ملک مخ په وړاندي روان وو، د ملک په تاريخ کښي هيڅکله دومره پيسي د ټيکسونو نه جمع شوي نه دي څومره پیسې چې د پي ټي آیی د واک په وخت کښې حاصلې کړې شو۔
عمران خان اوویل چې مونږ په پټرول هم سبسډي ورکړې وه، اوس روپۍ رالوېدلې ده، دا به د برېښنا او پټرول په بيه اغېز وکړي، له بهر څخه په وارد شويو شيانو به اغېزه وکړي، خان اوویل چې کېدل چې تجربه لرونکي کسان شته خو نه يې پلان شته او نه ورسره داسې تجرته چې اقتصادي پرمختګ وشي.
عمران خان اوویل چې د دوی تجربه یوازې د فساد په ترسره کولو کښې دا او د رشوت کیسونو له منځه وړلو کې ده.

Leave a reply