د افغانستان لپاره د م،م ځانګړې استازې ویلي چې د نجونو زده کړو پۀ اړه د ا.ا ټول مشران پۀ یوه خولۀ ندي

د افغانستان لپاره د م،م ځانګړې استازې ویلي چې د نجونو زده کړو پۀ اړه د ا.ا ټول مشران پۀ یوه خولۀ ندي
د ملګرو ملتونو دا لوړپوړې چارواکې وايي، افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو راګرځول شوې، په داسې حال کې چې ا.ا پر دې ښه پوهيږي چې دا مسئله نړيوالې ټولنې ته څومره مهمه ده.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز وایي چې د ا.ا ټول مشران د نجونو د زدکړو په اړه یوه خوله نه دي.
لاينز له سي این این تلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې د افغانستان ا.ا له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ته توجیه او همدا راز دې برخه کې پرمختګ ته مشخص پلان نه لري.
نوموړې زیاته کړې، واک ته د ا.ا له بیا رسېدو نږدې لس میاشتې کېږي چې د نجونو پر مخ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو دروازې تړلې دي.
د ملګرو ملتونو دا لوړپوړې چارواکې وايي، افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو راګرځول شوې، په داسې حال کې چې ا.ا پر دې ښه پوهيږي چې دا مسئله نړيوالې ټولنې ته څومره مهمه ده.
ديبورا لاينز وايي، د نجونو زده کړې يې د ا.ا له مشرانو سره د هرې ليدنې مهمه برخه وي.





