یونیسف ویلي چې پۀ افغانستان کې پنځ زره سیمه ییز ښوونځي جوړوو

یونیسف ویلي چې پۀ افغانستان کې پنځ زره سیمه ییز ښوونځي جوړوو
پوهنې وزارت په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې ستایلي او ویلي یې دي چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تیره بیا سیمه ییز درسي ټولګي د تعلیمي چوپړ یوه غوره او اغیزناکه بڼه ده.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا نونیسف مرستیالې، د پوهنې له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، په پام کې لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمه ییز ټولګي جوړ کړي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې له مرستیالې حنان سلیمان او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي چې د یونیسف مرستیالې په دغه لیدنه کې د افغانستان له ښوونیز نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه او وې ویل چې دغه اداره دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره سیمه ییز درسي ټولګي لري.
د هغې په وینا یونیسف په پام کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پنځه زره نور ټولګي جوړ کړي.
پوهنې وزارت په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې ستایلي او ویلي یې دي چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تیره بیا سیمه ییز درسي ټولګي د تعلیمي چوپړ یوه غوره او اغیزناکه بڼه ده.






