په ملک کښې هدفي او ترهګریز بریدونو خلق اندیښمن کړي

په عراق کښې یو امریکایی فوځی یوې عراقۍ میرمن سره خبرې کوي: فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ څخه تر بلوچستان او پیښوره نن سبا په ملک کښې هدفي وژنې او ترهګریز بریدونه زیات شوي دي چې له وجهې ی خلق سخت ایدیښمن شوي دي، څو ورځې وړاندې په پیښور کښې د یو ایس ایچ او د وژنې پړه هم نړیوالې ندروې ډلې داعش په اړه اخستې ده چې د ځای اولس اندیښنې ی نورې هم زیاتې کړي دي.
په داسې وخت کښې د پی ټي آیی مشرانو او پخواني وزیراعظم عمران خان له اړخه په ملکي ادارو او په ځانګړي توګه په ملي فوځ باندې بې ځایه او د دروغو تورونه لګول په دې ملک کښې د خلقو او ددې ادارو او ملي فوځ ترمینځ کرکه او نفرت نور هم زیاتیږي او په ملک کښې د کورنۍ جهګړې اندیښنه زیاتیږي.
سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې که سیاسي مشرانی داسې بې ځایه ، د دروغو او بې بنیاده تورونه لګوي نو ددې څخه به تندروي ډلې ګټه پورته کړي، په هیواد کښې هدفي او ترهګریز بریدونه زیات کړي چې دا به ددې ملک په زیان تمام شي.
سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې په پاکستان کښې دې سیاسي مشرانو په ملکي ادارو او ملي فوځ تر یو حد پورې نیوکه کولې شي خو که دوی بې ځایه نیوکې وکړي نو دا به د پاکستان سلامتیا، امن ترقې لپاره ډیر زیانمن شي او په دې ملک کښې به د عام اولس او ملي ادارو ترمینځ کرکه زیاته شی او دا به په یو کورني جنګ باندې تمام شي چې بیا به روسته خلق وایی چې باید داسې نیوکې نه وې شوې.
که مونږ په دې لنډ تیر وخت باندې نظر واچوو نو د عراق، شام مثالونه زمونږ په وړاندې دي.
د افغانستان په سیاسي کړکیچ که نظر واچوې نو هم ددې ملک سیاست کوونکو ترمینځ داسې حالت پیدا شوو چې په کال ۱۹۷۹ کښې د روس فوځ ته بلنه ورکړل شوه چې افغانستان ته راشي چې کله افغانستان ته د روس فوځیان راغله نو ددې ملک اولس د روس په ضد جنګ او جهاد پیل کړو او تر نن پورې افغانستان سخت اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دې.






