په برطانیه کښې هم د پلټنو پس زه بې ګناه ثابت شوم، د قوم اربونه روپۍ مې بچ کړي: وزیراعظم شهباز شریف

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د خپل ځان په ضد د مني لانډرنګ د مقدمې اورېدنې په مهال وزيراعظم شهباز شريف عدالت ته وئيلي چې د قوم اربونو روپۍ ی بچ کړي دي او په برطانيه کې ترسره شوو تحقيقاتو کښې يې هم بې ګناهي ثابته کړې ده.

د لاهور په خصوصي عدالت مرکزي کې د ۱۶ اربه روپو مني لانډرنګ مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې لومړی وزير شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز عدالت ته وړاندې شول.

د مني لانډرنګ ريفرنس د اوريدنې په مهال وزيراعظم شهباز شريف روسټرم ته راغلو او ويې ويل چې د پخواني وزيراعظم په غوښتنه د برطانيې ټيم پلټنه وکړه خو د برطانيې په تحقيقاتو کښې هم د هغه بې ګناه ثابت شو او هغه په کال 2004 کښې پاکستان ته راغې، هغه اوویل چې که ماسره حرامې روپۍ وې نو پاکستان به ولې راتلم، وزیراعظم اوویل چې د قوم اربونه روپۍ ی بچ کړي

Leave a reply