دفاع وزارت د هېواد د شمال امنیت د ډاډ وړ ګڼلی دی

دفاع وزارت د هېواد د شمال امنیت د ډاډ وړ ګڼلی دی
نوموړي دغه راز ویلي، چې خلک باید د دوښمن د تبلیغاتو ښکار نشي. مجاهد په یاد سفر کې د پنجشیر امنیت د ډاډ وړ ارزولی او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې سپارښتنې کړې دي.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب تېره ورځ د پنجشېر خلکو سره په لیدنه کې ویلی، چې د امنیت په ساتلو کې دې له افغان ځواکونو سره خپله بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې خلک باید د دوښمن د تبلیغاتو ښکار نشي. مجاهد په یاد سفر کې د پنجشیر امنیت د ډاډ وړ ارزولی او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې سپارښتنې کړې دي.
مولوي یعقوب په داسې حال کې یاد ولایت ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په پنجشیر کې د ا.ا د ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شول؛ خو ا.ا رد کړي وو.




