ارزګان ولایت کې دوو سړیو خپلې مېرمنې وژلې دي

ارزګان ولایت کې دوو سړیو خپلې مېرمنې وژلې دي
د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس «محمدآصف» رسنیو ته ویلي، چې لومړی قتل په دهراوود ولسوالۍ کې د مولاداد په نامه یوه سړي کړی، چې د نیولو عملیات یې روان دي.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارزګان امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او د «دهراوود» ولسوالۍ کې دوې ښځې د خپلو سړیو لخوا وژل شوې دي.
د مسوولینو په خبره، دا دوې جلا پېښې د پنجشنبې پر ورځ، ۲۹ د ثور په «ترینکوټ» او د دغه ولایت په «دهراوود» ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس «محمدآصف» رسنیو ته ویلي، چې لومړی قتل په دهراوود ولسوالۍ کې د مولاداد په نامه یوه سړي کړی، چې د نیولو عملیات یې روان دي.
همداراز د ځینو رسنیو سرچینو ویلي، چې دویمه پېښه د ترینکوت په «دیک شهر» سیمه کې هغه مهال شوې، چې یوه سړي پر خپله مېرمن ډزې کړې او وژلې یې ده.
د سرچینې په خبره، قتلکوونکی کس غره ته تښتېدلی او د سرپرست حکومت ځواکونو یې د نیولو عملیات پیل کړي.تر اوسه د دې پېښو علت نه دی په ډاګه شوی.






