افغان کډوال البانیا او پاکستان کې لۀ سختو ستونزو سره مخ دی 

0
147

افغان کډوال البانیا او پاکستان کې لۀ سختو ستونزو سره مخ دی 

په پاکستان او البانیا کې مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. په البانیا او پاکستان کې مېشتو کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې برخلیک یې روښانه نه دی او روان وضعیت اندېښمن کړي دي.

 

(2021 / 5 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان او البانیا کې مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. په البانیا او پاکستان کې مېشتو کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې برخلیک یې روښانه نه دی او روان وضعیت اندېښمن کړي دي.

دغه کډوال وايي اوږده موده کېږي چې په پاکستان یا هم البانیا کې پراته دي خو هغه هېوادونه یې د قضیو په اړه هېڅ راز اقدام نه کوي چې دوی یې له افغانستان ایستلي دي.

په البانیا کې مېشتې د پخواني پارلمان یوې وکیلې د نامه نه ښوودو په شرط ویلي چې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هېڅ نه پوهېږي چې له دوی سره به څه کېږي.

د کډوالو استازو هم له رسنیو سره په خبرو کې د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کړې ده او وایي چې له دوی سره دې توپیري چلند نه کېږي.

Leave a reply