حامد کرزي د ناروې او جاپان له سفیرانو سره کتلي
حامد کرزي د ناروې او جاپان له سفیرانو سره کتلي
حامد کرزي دغه راز تر دې مخکې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره کتلي او د ښوونځیو پر بیا پیلیدو، افغان ځوانانو ته د جاپان تحصیلي بورسونو ورکولو او د دواړو هیوادنو د نیکو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
(2022 / 5 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر اولي انډریس لینډمن سره لیدلي.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې وکړې او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ګرځېدو يې ټينګار وکړ.